کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات ولایت کې د تیر کال په ترڅ کې څه باندې ۱۳۰ زره پاسپورټونه ویشل شوي دي

3 ثور 1403 ساعت 9:58

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، تېر کال په هرات ولایت کې څه باندې ۱۳۰ زره پاسپورټونه وېشل شوي دي.


آوا - هرات: د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د هرات د پاسپورټ ادارې په تېر یوه کال کې د دغه ولایت پر اتباعو څه باندې ۱۳۰ زره پاسپورټونه وېشلي دي.

د باختر آژانس د خبرله مخې او د کورنيو چارو وزارت د مسوولينو د معلوماتو له مخې، د دغه شمېر پاسپورټونو له ويش څخه ٨٥٠ مليونه افغانۍ ترلاسه شوي دي.

دوه ورځې وړاندې د بغلان ولایت د پاسپورټونو د وېش مسوولینو اعلان وکړ چې په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې څه باندې ۳۰ زره پاسپورټونه وېشل شوي دي.


د مطلب کود: 289148

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289148/په-هرات-ولایت-کې-د-تیر-کال-ترڅ-څه-باندې-۱۳۰-زره-پاسپورټونه-ویشل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com