کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې د شهیدانو شمېر ۳۲۴۹۰ تنو ته ورسېد

9 حمل 1403 ساعت 10:13

په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۲ زره ۴۹۰ تنو او د زخمیانو شمیر ۷۴ زره ۸۸۹ تنو ته رسیدلی دی.


آوا: د صهیونیسټ رژیم پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې ۸ قتلونه ترسره کړی چې په نتیجه کښې یې ۱۰۲ تنه شهیدان او ۱۷۶ نور ژوبل شوی دی.

په عین حال کښې د صهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو نن د غزې تړانګې په جنوب کښې په رفح کښې د خلکو په کورونو بمباری وکړه چې له امله یې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوی دی.

له بلې خوا په لویدیځه غاړه کښې د جنین په کیمپ کښې د صهیونیسټی پوځیانو په یرغل کښې د یو بل ځوان په شهادت سره له نن سهار راهسې د شهیدانو شمېر درېو ته لوړ شو.


د مطلب کود: 287982

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287982/د-غزې-شهیدانو-شمېر-۳۲۴۹۰-تنو-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com