افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټ رژیم پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې ۸ قتلونه ترسره کړی چې په نتیجه کښې یې ۱۰۲ تنه شهیدان او ۱۷۶ نور ژوبل شوی دی.
په عین حال کښې د صهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو نن د غزې تړانګې په جنوب کښې په رفح کښې د خلکو په کورونو بمباری وکړه چې له امله یې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوی دی.
له بلې خوا په لویدیځه غاړه کښې د جنین په کیمپ کښې د صهیونیسټی پوځیانو په یرغل کښې د یو بل ځوان په شهادت سره له نن سهار راهسې د شهیدانو شمېر درېو ته لوړ شو.