کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فوټسال ملي لوبډله به د دریم مقام د ګټلو لپاره به د مالیزیا سره مخامخ شي

9 حمل 1403 ساعت 10:28

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن له مالیزیا سره د «NSDF» د فوټسال په سیالیو کې د درېیم مقام ګټلو په موخه لوبه وکړي.


آوا: د افغانستان او مالیزیا د فوټسال ملي لوبډلو ترمنځ د «NSDF» د فوټسال په سیالیو کې د دریم مقام د ترلاسه کولو لپاره د درجه بندۍ سیالۍ نن پنجشنبه د حمل په ۹ مه د ماسپښین په ۲:۰۰ بجو ترسره کیږي.
 
دواړو لوبډلو تر دې وړاندې هم په دې ټورنمنټ کې د هملند په دویمه نېټه له یو بل سره سیالي کړې وه، چې درې پر درې مساوي پای ته ورسېده.
 
که څه هم افغانستان په دې سیالیو کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه، خو پرون یې فاینل ته د کوالیفای کولو لپاره په مهمه لوبه کې تایلنډ څخه ۳-۲ ماتې وخوړه.
 


د مطلب کود: 287987

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287987/د-فوټسال-ملي-لوبډله-دریم-مقام-ګټلو-لپاره-مالیزیا-سره-مخامخ-شي

آوا
  https://www.avapress.com