دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 287987
د فوټسال ملي لوبډله به د دریم مقام د ګټلو لپاره به د مالیزیا سره مخامخ شي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن له مالیزیا سره د «NSDF» د فوټسال په سیالیو کې د درېیم مقام ګټلو په موخه لوبه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان او مالیزیا د فوټسال ملي لوبډلو ترمنځ د «NSDF» د فوټسال په سیالیو کې د دریم مقام د ترلاسه کولو لپاره د درجه بندۍ سیالۍ نن پنجشنبه د حمل په ۹ مه د ماسپښین په ۲:۰۰ بجو ترسره کیږي.
 
دواړو لوبډلو تر دې وړاندې هم په دې ټورنمنټ کې د هملند په دویمه نېټه له یو بل سره سیالي کړې وه، چې درې پر درې مساوي پای ته ورسېده.
 
که څه هم افغانستان په دې سیالیو کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه، خو پرون یې فاینل ته د کوالیفای کولو لپاره په مهمه لوبه کې تایلنډ څخه ۳-۲ ماتې وخوړه.
 
https://avapress.com/vdcg7u9xuak97y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته