کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټيټ کيفيت لرونکي تېل وړونکي ټانکر له ابو نصر فراهي بندر څخه بېرته مسترد شول

13 حمل 1403 ساعت 11:12

د ملي سټنډرډ ادارې چارواکي وايي، د ابو نصر فراهي له بندر څخه یې د تېلو د ټیټ کیفیت ۲۰ ټانکرونه بېرته راستانه کړي دي.


آوا - کابل: پرون  یکشنبه د حمل ۱۲ مه د سټندرد ملي ادارې د دې خبر په خپرولو سره ویلي دي: د دغو ټانکرونو تیل د دغه ریاست له معیارونو سره برابر نه وو.
 
د سټندرد اداری د نفتو له واردونکو غوښتي چې هېواد ته د ټیټ کیفیت نفتي توکو له واردولو ډډه وکړي.
 
په ورته وخت کې د ملي سټندرد ادارې چارواکو تېره ورځ د حیرتان له بندر څخه د ګازو یو ټیټ کیفیت لرونکی ټانکر بېرته راستانه کړی و.


د مطلب کود: 288151

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288151/د-ټيټ-کيفيت-لرونکي-تېل-وړونکي-ټانکر-له-ابو-نصر-فراهي-بندر-څخه-بېرته-مسترد-شول

آوا
  https://www.avapress.com