دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 288151
د ټيټ کيفيت لرونکي تېل وړونکي ټانکر له ابو نصر فراهي بندر څخه بېرته مسترد شول
د ملي سټنډرډ ادارې چارواکي وايي، د ابو نصر فراهي له بندر څخه یې د تېلو د ټیټ کیفیت ۲۰ ټانکرونه بېرته راستانه کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: پرون  یکشنبه د حمل ۱۲ مه د سټندرد ملي ادارې د دې خبر په خپرولو سره ویلي دي: د دغو ټانکرونو تیل د دغه ریاست له معیارونو سره برابر نه وو.
 
د سټندرد اداری د نفتو له واردونکو غوښتي چې هېواد ته د ټیټ کیفیت نفتي توکو له واردولو ډډه وکړي.
 
په ورته وخت کې د ملي سټندرد ادارې چارواکو تېره ورځ د حیرتان له بندر څخه د ګازو یو ټیټ کیفیت لرونکی ټانکر بېرته راستانه کړی و.
https://avapress.com/vdcamanu649na61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته