کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د پراختیايي پروژو د تطبیق په اړه د ملګرو ملتونو له مسؤل سره وکتل

14 حمل 1403 ساعت 9:18

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پراختیايي پروژو د تطبیق په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال سره د دغه وزارت د سرپرست وزیر د کتنې او بحث خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې اندریکا راتواته سره وکتل. .
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د کلیو د بیارغونې او پراختیا له وزارت سره د پراختیايي پروژو د تطبیق او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
 
د يادونې وړ ده، چې د نړيوالې ټولنې د مرستو له بندېدو سره په هېواد کې د ډېرو وړو او لويو پرمختيايي پروژو کارونه تړل شوي او نيمايي پاتې دي.


د مطلب کود: 288184

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288184/د-کلیو-بیارغونې-او-پراختیا-وزارت-سرپرست-پراختیايي-پروژو-تطبیق-په-اړه-ملګرو-ملتونو-له-مسؤل-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com