افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې اندریکا راتواته سره وکتل. .
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د کلیو د بیارغونې او پراختیا له وزارت سره د پراختیايي پروژو د تطبیق او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
د يادونې وړ ده، چې د نړيوالې ټولنې د مرستو له بندېدو سره په هېواد کې د ډېرو وړو او لويو پرمختيايي پروژو کارونه تړل شوي او نيمايي پاتې دي.