کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مرکزي بانک ۱۸ میلیونه ډالره خرڅوي

14 حمل 1403 ساعت 9:22

د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د بیې د ثبات په موخه، مرکزي بانک په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې نن (سه شنبه، حمل ۱۴) به په یوه داوطلبۍ کې ۱۸ میلیونه ډالر وپلوري.


آوا - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر پرون (دوشنبه، د حمل ۱۲مه) په اکس پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له مستحقو بانکونو او د اسعارو او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
 
مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه پاک کړي.
 
دغه بانک زیاته کړه چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې د جزوي تصفیې اجازه نشته، خو د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د خپلې راکړې ورکړې پیسې په یوه ټاکلې موده کې یو ځل په نغدو پیسو دغه بانک ته وسپاري.
 
باید وویل شي، چې د افغانستان مرکزي بانک څو ورځې وړاندې ۱۷ میلیونه ډالره د داوطلبۍ له لارې پلورلي وو.


د مطلب کود: 288185

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288185/مرکزي-بانک-۱۸-میلیونه-ډالره-خرڅوي

آوا
  https://www.avapress.com