افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر پرون (دوشنبه، د حمل ۱۲مه) په اکس پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له مستحقو بانکونو او د اسعارو او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه پاک کړي.
دغه بانک زیاته کړه چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې د جزوي تصفیې اجازه نشته، خو د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د خپلې راکړې ورکړې پیسې په یوه ټاکلې موده کې یو ځل په نغدو پیسو دغه بانک ته وسپاري.
باید وویل شي، چې د افغانستان مرکزي بانک څو ورځې وړاندې ۱۷ میلیونه ډالره د داوطلبۍ له لارې پلورلي وو.