کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزني په ګيروي ولسوالۍ کې د ماين چاودنې نهه ماشومان وژلي دي

14 حمل 1403 ساعت 9:27

د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په ګېروي ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله نهه ماشومان وژل شوي دي.


آوا - کابل: د غزنی ولایت په خبرپاڼه کې راغلی چې دغه ماین د ګیروي ولسوالۍ په ځدراڼ کلی کې د شوروی اتحاد د یرغل له وخته د ماین په چاودنه کې ۹ ماشومان ووژل شول.

ويل کيږي چې دغه چاودنه پرون د ګيروي ولسوالۍ په ځدراڼ کلي کې هغه وخت رامنځته شوه چې ماشومانو له ماين سره لوبې کولې.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مل پاسوال حميدالله نثار رسنيو ته ويلي، چې په دې چاودنه کې د څلورو نجونو په ګډون نهه ماشومان وژل شوي دي.

د قربانیانو عمرونه له څلورو تر لسو کلونو وو.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي، چې دغه کان د شوروي له اشغال راهيسې په دغه ځاى کې پاتې و.


د مطلب کود: 288186

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288186/د-غزني-په-ګيروي-ولسوالۍ-کې-ماين-چاودنې-نهه-ماشومان-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com