دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 288186
د غزني په ګيروي ولسوالۍ کې د ماين چاودنې نهه ماشومان وژلي دي
د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په ګېروي ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله نهه ماشومان وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غزنی ولایت په خبرپاڼه کې راغلی چې دغه ماین د ګیروي ولسوالۍ په ځدراڼ کلی کې د شوروی اتحاد د یرغل له وخته د ماین په چاودنه کې ۹ ماشومان ووژل شول.

ويل کيږي چې دغه چاودنه پرون د ګيروي ولسوالۍ په ځدراڼ کلي کې هغه وخت رامنځته شوه چې ماشومانو له ماين سره لوبې کولې.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مل پاسوال حميدالله نثار رسنيو ته ويلي، چې په دې چاودنه کې د څلورو نجونو په ګډون نهه ماشومان وژل شوي دي.

د قربانیانو عمرونه له څلورو تر لسو کلونو وو.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي، چې دغه کان د شوروي له اشغال راهيسې په دغه ځاى کې پاتې و.
https://avapress.com/vdcivvarqt1avz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته