د بغلان د احصایې او اطلاعاتو ریاست چارواکي وايي، په تېر کال کې په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۴۴ زره کاغذي او برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.
په بغلان ولایت کې د نږدې ۱۴۴ زره کاغذي او الکترونیکي تذکرو ویش
14 حمل 1403 ساعت 9:46
د بغلان د احصایې او اطلاعاتو ریاست چارواکي وايي، په تېر کال کې په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۴۴ زره کاغذي او برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.
آوا - کابل: د بغلان د احصایې او اطلاعاتو ریاست چارواکي وايي چې دې ریاست په تیر کال کې شاوخوا ۱۴۴ زره کاغذي او الکترونیکي تذکرې ویشلي دي.
د میلي ټلویزیون د مسوولینو په وینا، د دې تذکرو په وېشلو سره ۴۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
څو ورځې وړاندې د احصایې مرکزي ادارې په هېواد کې د څه باندې ۱۲ میلیونو برېښنايي پېژندپاڼو د وېش اعلان کړی و.
د مطلب کود: 288189