دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۶
د مطلب کود : 288189
په بغلان ولایت کې د نږدې ۱۴۴ زره کاغذي او الکترونیکي تذکرو ویش
د بغلان د احصایې او اطلاعاتو ریاست چارواکي وايي، په تېر کال کې په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۴۴ زره کاغذي او برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بغلان د احصایې او اطلاعاتو ریاست چارواکي وايي چې دې ریاست په تیر کال کې شاوخوا ۱۴۴ زره کاغذي او الکترونیکي تذکرې ویشلي دي.

د میلي ټلویزیون د مسوولینو په وینا، د دې تذکرو په وېشلو سره ۴۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

څو ورځې وړاندې د احصایې مرکزي ادارې په هېواد کې د څه باندې ۱۲ میلیونو برېښنايي پېژندپاڼو د وېش اعلان کړی و.
https://avapress.com/vdcbwwb59rhbw8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته