کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نورستان کې یوې ترافیکي پېښې د دوو ماشومانو ژوند واخیست

14 حمل 1403 ساعت 9:54

ځايي چارواکي وايي، په نورستان ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه ماشومان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.


آوا - کابل: دغه پیښه د دوشنبې په ورځ په دوآب ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې یو ډاټسن موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو.

د نورستان د پوليسو يوې سرچينې وويل چې په دې پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د نورستان ولايت روغتيايي سرچينې د دې ترافيکي پېښې د يوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.

د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د ترافيکي پېښو له لاملونو څخه تېز سرعت، خراب سړکونه، د موټر چلوونکو بې احتياطي او د ترافيکي نښو نه مراعتول بلل کېږي.


د مطلب کود: 288193

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288193/په-نورستان-کې-یوې-ترافیکي-پېښې-د-دوو-ماشومانو-ژوند-واخیست

آوا
  https://www.avapress.com