افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه پیښه د دوشنبې په ورځ په دوآب ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې یو ډاټسن موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو.
د نورستان د پوليسو يوې سرچينې وويل چې په دې پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د نورستان ولايت روغتيايي سرچينې د دې ترافيکي پېښې د يوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.
د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د ترافيکي پېښو له لاملونو څخه تېز سرعت، خراب سړکونه، د موټر چلوونکو بې احتياطي او د ترافيکي نښو نه مراعتول بلل کېږي.