د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د اوبو د بند د پروژې کار پیل شوی دی.
په پکتيکا کې د اوبو د غځولو د بند د پروژې کار پيل شو
14 حمل 1403 ساعت 10:59
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د اوبو د بند د پروژې کار پیل شوی دی.
آوا - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، دغه بند چې ۲.۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، د ۲۰۵۰ متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت به ولري.
د یادولو وړ ده چې د هیواد په ولایتونو کې زیاتره وړې پروژې د اسلامي امارت له داخلي عوایدو تمویلیږي.
د مطلب کود: 288204