دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 288204
په پکتيکا کې د اوبو د غځولو د بند د پروژې کار پيل شو
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د اوبو د بند د پروژې کار پیل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، دغه بند چې ۲.۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، د ۲۰۵۰ متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت به ولري.

د یادولو وړ ده چې د هیواد په ولایتونو کې زیاتره وړې پروژې د اسلامي امارت له داخلي عوایدو تمویلیږي.
https://avapress.com/vdcjyoe8xuqeo8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته