کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رئیس الوزرا اداري مرستیال:

صهیونیسټ رژیم په غزې تړانګې په بې رحمانه حملو سره د فلسطین دخلکو د ډله ایزې وژنې هڅه کوی

14 حمل 1403 ساعت 12:26

د رئیس الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي د بهرنيو چارو وزارت د روژه مات په مېلمستيا کې وويل اسلامي امارت په غزې تړانګې د صهيونيسټ رژيم وحشيانه بريدونه غندي او دا يې د فلسطينيانو عام وژنه بولي.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د مطبوعاتی دفتر لخوا نن (سه شنبه، ۱۴حمل) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویل شوی چې د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بهرنيو چارو وزارت د روژه مات په مېلمستيا کې وويل اسلامي امارت په غزې تړانګې د صهيونيسټ رژيم وحشيانه بريدونه غندي او دا يې د فلسطينيانو عام وژنه بولي.

ښاغلي حنفي په خپلو خبرو کې وویل چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د تعامل او متقابل احترام پر بنسټ ښې اړیکې غواړي.

ده زیاته کړه اسلامی امارت په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم وحشیانه حملې په کلکه غندي او د فلسطین د خلکو عام وژنه یې ګڼي.

هغه زیاته کړه، دغه بریدونه چې په غزه کې د ټولو بشردوستانه او نړیوالو اصولو خلاف ترسره کیږي، ټول نړیوال اصول او مقررات تر پوښتنې لاندې راولي.

مولوي عبدالسلام حنفي له بهرنيو هېوادونو هم وغوښتل چې په افغانستان کې له بشپړ امنيت څخه په استفادې د بېلابېلو پروژو په تطبيق کې پانګونه وکړي.

هغه همدا راز زیاته کړه، په افغانستان کې امنیت نه یوازې د دغه هېواد د وګړو لپاره، بلکې د سیمې او نړۍ د ټولو هېوادونو په ګټه دی، له همدې امله په افغانستان کې د ثبات د دوام لپاره په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته اړتیا ده. 


د مطلب کود: 288218

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288218/صهیونیسټ-رژیم-په-غزې-تړانګې-بې-رحمانه-حملو-سره-د-فلسطین-دخلکو-ډله-ایزې-وژنې-هڅه-کوی

آوا
  https://www.avapress.com