دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۲۶
د مطلب کود : 288218
صهیونیسټ رژیم په غزې تړانګې په بې رحمانه حملو سره د فلسطین دخلکو د ډله ایزې وژنې هڅه کوی
د رئیس الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي د بهرنيو چارو وزارت د روژه مات په مېلمستيا کې وويل اسلامي امارت په غزې تړانګې د صهيونيسټ رژيم وحشيانه بريدونه غندي او دا يې د فلسطينيانو عام وژنه بولي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د مطبوعاتی دفتر لخوا نن (سه شنبه، ۱۴حمل) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویل شوی چې د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بهرنيو چارو وزارت د روژه مات په مېلمستيا کې وويل اسلامي امارت په غزې تړانګې د صهيونيسټ رژيم وحشيانه بريدونه غندي او دا يې د فلسطينيانو عام وژنه بولي.

ښاغلي حنفي په خپلو خبرو کې وویل چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د تعامل او متقابل احترام پر بنسټ ښې اړیکې غواړي.

ده زیاته کړه اسلامی امارت په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم وحشیانه حملې په کلکه غندي او د فلسطین د خلکو عام وژنه یې ګڼي.

هغه زیاته کړه، دغه بریدونه چې په غزه کې د ټولو بشردوستانه او نړیوالو اصولو خلاف ترسره کیږي، ټول نړیوال اصول او مقررات تر پوښتنې لاندې راولي.

مولوي عبدالسلام حنفي له بهرنيو هېوادونو هم وغوښتل چې په افغانستان کې له بشپړ امنيت څخه په استفادې د بېلابېلو پروژو په تطبيق کې پانګونه وکړي.

هغه همدا راز زیاته کړه، په افغانستان کې امنیت نه یوازې د دغه هېواد د وګړو لپاره، بلکې د سیمې او نړۍ د ټولو هېوادونو په ګټه دی، له همدې امله په افغانستان کې د ثبات د دوام لپاره په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته اړتیا ده. 
https://avapress.com/vdcezv8wvjh8vwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته