د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د اسلامي نړۍ په غونډه کې چې ټاکل شوې د کازان په ښار کې جوړه شي، اسلامي امارت ته یې د ګډون بلنه ورکړې ده.
د اسلامي نړۍ په غونډه کې د اسلامي امارت د ګډون لپاره د روسیې بلنه
14 حمل 1403 ساعت 12:27
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د اسلامي نړۍ په غونډه کې چې ټاکل شوې د کازان په ښار کې جوړه شي، اسلامي امارت ته یې د ګډون بلنه ورکړې ده.
آوا - کابل: د تاس خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې مسکو د اسلامي نړۍ په غونډه کې چې ټاکل شوې د مې په میاشت کې جوړه شي، اسلامي امارت ته بلنه ورکړې ده.
ضمیر کابلوف زیاته کړه چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له اسلامي امارت سره د مسکو همکاري په منظمه توګه ترسره کیږي.
باید یادونه وشي چې روسیه له اسلامي امارت سره اقتصادي او سیاسي اړیکې لري او په مسکو کې د افغانستان سفارت د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې فعالیت کوي.
د مطلب کود: 288219