دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 288219
د اسلامي نړۍ په غونډه کې د اسلامي امارت د ګډون لپاره د روسیې بلنه
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د اسلامي نړۍ په غونډه کې چې ټاکل شوې د کازان په ښار کې جوړه شي، اسلامي امارت ته یې د ګډون بلنه ورکړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د تاس خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې مسکو د اسلامي نړۍ په غونډه کې چې ټاکل شوې د مې په میاشت کې جوړه شي، اسلامي امارت ته بلنه ورکړې ده. 

ضمیر کابلوف زیاته کړه چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له اسلامي امارت سره د مسکو همکاري په منظمه توګه ترسره کیږي.

باید یادونه وشي چې روسیه له اسلامي امارت سره اقتصادي او سیاسي اړیکې لري او په مسکو کې د افغانستان سفارت د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې فعالیت کوي.
https://avapress.com/vdcfycd01w6dc0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته