کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ابو نصر فراهي له بندر څخه د ټیټ کیفیت تېلو لس ټانکرونه راستنېدل

14 حمل 1403 ساعت 13:35

د ملي ستندرد ادارې چارواکي وايي، د فراه ولایت د ابو نصر فراهي له ۷۸ بندر څخه یې د تېلو د ټیټ کیفیت ۱۰ ټانکرونه بېرته راستانه کړي دي.


آوا - کابل: د ملي ستندرد ادارې چارواکي وايي، د فراه ولایت د ابو نصر فراهي له ۷۸ بندر څخه د تېلو د ټیټ کیفیت ۱۰ ټانکرونه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د ابو نصر فراهي له ۷۸ بندر څخه د بې کيفيته تېلو ۲۰ ټانکرونه بېرته لېږل شوي وو.

د سټنډرډ ملي ادارې یو ځل بیا د نفتي او سون توکو له واردونکو څخه غوښتي چې د ټیټ کیفیت لرونکي سونګ موادو له واردولو ډډه وکړي.


د مطلب کود: 288229

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288229/د-ابو-نصر-فراهي-له-بندر-څخه-ټیټ-کیفیت-تېلو-لس-ټانکرونه-راستنېدل

آوا
  https://www.avapress.com