دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۳۵
د مطلب کود : 288229
د ابو نصر فراهي له بندر څخه د ټیټ کیفیت تېلو لس ټانکرونه راستنېدل
د ملي ستندرد ادارې چارواکي وايي، د فراه ولایت د ابو نصر فراهي له ۷۸ بندر څخه یې د تېلو د ټیټ کیفیت ۱۰ ټانکرونه بېرته راستانه کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي ستندرد ادارې چارواکي وايي، د فراه ولایت د ابو نصر فراهي له ۷۸ بندر څخه د تېلو د ټیټ کیفیت ۱۰ ټانکرونه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د ابو نصر فراهي له ۷۸ بندر څخه د بې کيفيته تېلو ۲۰ ټانکرونه بېرته لېږل شوي وو.

د سټنډرډ ملي ادارې یو ځل بیا د نفتي او سون توکو له واردونکو څخه غوښتي چې د ټیټ کیفیت لرونکي سونګ موادو له واردولو ډډه وکړي.
https://avapress.com/vdcgx79xyak97x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته