کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په یوه کال کې به د سمنټو یوه کورني فابریکه په کار پیل وکړي

15 حمل 1403 ساعت 10:35

د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د ګلبهار ګروپ شرکت رئیس د دغه وزارت له وزیر سره په کتنه کې اعلان وکړ چې دغه فابریکه به په یوه کال کې د سمنټو تولید پیل کړي او د یو میلیون ټنو سمنټو د تولید ظرفیت به ولري.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه وزارت د ګلبهار ګروپ له مشر سره د لیدنې خبر ورکړی دی.

د ګلبهار ګروپ شرکت مشر په دې ناسته کې وويل، چې دغه فابريکه به په يوه کال کې د سمنټو په توليد پيل وکړي، چې په کال کې به د يو ميليون ټنه سمنټو د توليد ظرفيت ولري.

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، له ګلبهار ګروپ سره د ۱۴۲ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې د زنده جان سمنټو د تولید پروژه د ۳۰ کلونو لپاره جوړه شوې ده.

دغه وزارت وايي، د هرات په زنده جان کې د سمنټو د فابریکې په جوړېدو سره به څه باندې پنځه زره کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.


د مطلب کود: 288252

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288252/په-یوه-کال-کې-د-سمنټو-کورني-فابریکه-کار-پیل-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com