افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه وزارت د ګلبهار ګروپ له مشر سره د لیدنې خبر ورکړی دی.
د ګلبهار ګروپ شرکت مشر په دې ناسته کې وويل، چې دغه فابريکه به په يوه کال کې د سمنټو په توليد پيل وکړي، چې په کال کې به د يو ميليون ټنه سمنټو د توليد ظرفيت ولري.
د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، له ګلبهار ګروپ سره د ۱۴۲ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې د زنده جان سمنټو د تولید پروژه د ۳۰ کلونو لپاره جوړه شوې ده.
دغه وزارت وايي، د هرات په زنده جان کې د سمنټو د فابریکې په جوړېدو سره به څه باندې پنځه زره کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.