کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ذبیح الله مجاهد:

د تروريستي سازمانونو له ليست څخه د اسلامي امارت د ويستلو لپاره د روسيې اقدام «ښه او واقعي عمل» دی

15 حمل 1403 ساعت 10:50

د اسلامي امارت ویناند ذبیح الله مجاهد د روسیې د دې اقدام په غبرګون کې چې له تروریستي سازمان څخه یې د اسلامي امارت نوم لیرې کول غواړي، ویلي چې اسلامي امارت هغه حرکت دی چې د افغانستان د خپلواکۍ لپاره یې مبارزه کړي او د افغانستان د خلکو استازیتوب یې کوي.


آوا - کابل: له ترهګریز سازمان څخه د اسلامی امارت د نوم د لیرې کولو په اړه د روسیې د اقدام په غبرګون کې د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دا یو ښه او حقیقي اقدام وباله.

ملي راډیو پرون سه شنبه (حمل ۱۴) د ذبیح الله مجاهد له قوله راپور ورکړ چې: "اسلامي امارت یو داسې حرکت و چې د افغانستان د خپلواکۍ لپاره یې مبارزه کوله او د افغانستان د خلکو استازیتوب کوي."

مجاهد ټینګار وکړ چې د روسیې د تروریستي سازمانونو له لیست څخه د اسلامي امارت د نوم ایستل یو حقیقي اقدام دی او نور هیوادونه هم باید د اسلامي امارت په اړه رښتیني چلند وکړي.

هغه زیاته کړه، که نور هېوادونه له اسلامي امارت سره د اړیکو په برخه کې اقدام وکړي، د دوی دغه اقدام به د ستایلو وړ وي.

مجاهد ویلي، چې د اسلامي امارت په اړه د حقایقو په نظر کې نیولو سره به د دوی او نورو هېوادونو ترمنځ باور رامنځته شي او په سیاسي او ډیپلوماټیک ډګر کې به د مهمو پرمختګونو لامل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په کابل کې د قزاقستان سفیر ویلي و، چې دغه هېواد په رسمي توګه د اسلامی امارت نوم د ترهګرو ډلو له لېست څخه ایستلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي: "وروستي پریکړه به د هیواد لوړپوړي سیاسي مشرتابه وکړي."


د مطلب کود: 288256

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288256/د-تروريستي-سازمانونو-له-ليست-څخه-اسلامي-امارت-ويستلو-لپاره-روسيې-اقدام-ښه-او-واقعي-عمل-دی

آوا
  https://www.avapress.com