افغان غږ خبری آژانس - کابل: له ترهګریز سازمان څخه د اسلامی امارت د نوم د لیرې کولو په اړه د روسیې د اقدام په غبرګون کې د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دا یو ښه او حقیقي اقدام وباله.
ملي راډیو پرون سه شنبه (حمل ۱۴) د ذبیح الله مجاهد له قوله راپور ورکړ چې: "اسلامي امارت یو داسې حرکت و چې د افغانستان د خپلواکۍ لپاره یې مبارزه کوله او د افغانستان د خلکو استازیتوب کوي."
مجاهد ټینګار وکړ چې د روسیې د تروریستي سازمانونو له لیست څخه د اسلامي امارت د نوم ایستل یو حقیقي اقدام دی او نور هیوادونه هم باید د اسلامي امارت په اړه رښتیني چلند وکړي.
هغه زیاته کړه، که نور هېوادونه له اسلامي امارت سره د اړیکو په برخه کې اقدام وکړي، د دوی دغه اقدام به د ستایلو وړ وي.
مجاهد ویلي، چې د اسلامي امارت په اړه د حقایقو په نظر کې نیولو سره به د دوی او نورو هېوادونو ترمنځ باور رامنځته شي او په سیاسي او ډیپلوماټیک ډګر کې به د مهمو پرمختګونو لامل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په کابل کې د قزاقستان سفیر ویلي و، چې دغه هېواد په رسمي توګه د اسلامی امارت نوم د ترهګرو ډلو له لېست څخه ایستلی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي: "وروستي پریکړه به د هیواد لوړپوړي سیاسي مشرتابه وکړي."