کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

شمالي کوریا د منځني واټن ویشتونکی توغندی په بریالیتوب سره وازمایه

15 حمل 1403 ساعت 11:02

جنوبي کوریا اعلان کړی، چې شمالي کوریا د سوپرسونیک په وسیله د منځني واټن ویشتونکی بالستیک توغندی ازمویلی دی.


آوا: د سویلی کوریا د پوځ د ګډو ځواکونو د بیان له مخې، ظاهراً دغه توغندی د سه شنبې په ورځ (حمل ۱۴) سهار وختی له پیونګ یانګ څخه وتوغول شو او تر یو سلو څلویښت لیرې واټن ویشتلی.

جنوبي کوریا اعلان کړی چې د امریکا او جاپان په همکارۍ به د دغه توغندي د ازمویلو معلومات اندازه کړي.

شمالي کوریا د مارچ په میاشت کې اعلان وکړ چې د نوي ډول منځني واټن هایپرسونیک توغندي لپاره یې په بریالیتوب سره د سونګ تیلو ماشین ازموینه کړې. 

باید وویل شي چې په دې وروستیو میاشتو کې د کوریا په ټاپووزمه کې کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی او شمالي کوریا د امریکا او جنوبي کوریا ترمنځ د ګډو تمریناتو په ځواب کې څو توغندي ازمویلي دي.


د مطلب کود: 288258

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288258/شمالي-کوریا-د-منځني-واټن-ویشتونکی-توغندی-په-بریالیتوب-سره-وازمایه

آوا
  https://www.avapress.com