افغان غږ خبری آژانس: د سویلی کوریا د پوځ د ګډو ځواکونو د بیان له مخې، ظاهراً دغه توغندی د سه شنبې په ورځ (حمل ۱۴) سهار وختی له پیونګ یانګ څخه وتوغول شو او تر یو سلو څلویښت لیرې واټن ویشتلی.
جنوبي کوریا اعلان کړی چې د امریکا او جاپان په همکارۍ به د دغه توغندي د ازمویلو معلومات اندازه کړي.
شمالي کوریا د مارچ په میاشت کې اعلان وکړ چې د نوي ډول منځني واټن هایپرسونیک توغندي لپاره یې په بریالیتوب سره د سونګ تیلو ماشین ازموینه کړې.
باید وویل شي چې په دې وروستیو میاشتو کې د کوریا په ټاپووزمه کې کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی او شمالي کوریا د امریکا او جنوبي کوریا ترمنځ د ګډو تمریناتو په ځواب کې څو توغندي ازمویلي دي.