کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلام قلعه له پولې د ایراني بار وړونکو موټرو د ننوتلو د محدودولو پلان لغوه شو

22 حمل 1403 ساعت 12:41

په تایباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو ویلي دي چې د افغانستان له اقتصادي پلاوي سره د دوغارون د پولې د چارواکو د اقتصادي پلاوي له کتنې وروسته له دغې پولې څخه د ایراني بار وړونکو موټرو د ننوتلو د محدودولو پلان لغوه کړ.


آوا - مقدس مشهد: د ایران د اسلامی جمهوریت د خراسان رضوی ولایت د تایباد ولسوال رسنیو ته وویل: چې د افغانستان له اقتصادي پلاوي سره د دوغارون د پولې د چارواکو د اقتصادي پلاوي له کتنې وروسته له دغې پولې څخه د ایراني بار وړونکو موټرو د ننوتلو د محدودولو پلان لغوه کړي.
 
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې افغانستان ته د مالونو ترانزیت ۷۰ سلنه زیات شوی او تېر کال ۸۸۰ زره ټنه مالونه د دوغارون له پولې افغانستان ته لېږدول شوي، چې ۴۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
 
د هغه په ​​وينا، تېر کال د څه باندې ١٥ ميليونه ډالرو په ارزښت ١٥٢٥٠ ټنه مالونه د افغانستان له لارې ايران ته داخل شول.


د مطلب کود: 288578

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288578/د-اسلام-قلعه-له-پولې-ایراني-بار-وړونکو-موټرو-ننوتلو-محدودولو-پلان-لغوه-شو

آوا
  https://www.avapress.com