افغان غږ خبری آژانس - مقدس مشهد: د ایران د اسلامی جمهوریت د خراسان رضوی ولایت د تایباد ولسوال رسنیو ته وویل: چې د افغانستان له اقتصادي پلاوي سره د دوغارون د پولې د چارواکو د اقتصادي پلاوي له کتنې وروسته له دغې پولې څخه د ایراني بار وړونکو موټرو د ننوتلو د محدودولو پلان لغوه کړي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې افغانستان ته د مالونو ترانزیت ۷۰ سلنه زیات شوی او تېر کال ۸۸۰ زره ټنه مالونه د دوغارون له پولې افغانستان ته لېږدول شوي، چې ۴۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
د هغه په وينا، تېر کال د څه باندې ١٥ ميليونه ډالرو په ارزښت ١٥٢٥٠ ټنه مالونه د افغانستان له لارې ايران ته داخل شول.