کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په زابل کې د څه د پاسه اته میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې شوې

23 حمل 1403 ساعت 10:38

د زابل ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د یونیسف ادارې په مالي مرسته د څه باندې اته میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړېدو خبر ورکړ.


آوا - کابل: د زابل ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وايي، چې د څه باندې اته میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار بشپړ او د خلکو په مالي مرسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. 
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د دغې شبکې په بشپړيدو سره د سلګونو کورنيو لپاره د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې په دغه ولايت کې د اوبو رسولو څو شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.


د مطلب کود: 288592

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288592/په-زابل-کې-د-څه-پاسه-اته-میلیونه-افغانیو-لګښت-اوبو-رسولو-یوې-شبکې-جوړولو-چارې-بشپړې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com