افغان غږ خبری آژانس - کابل: د زابل ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وايي، چې د څه باندې اته میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار بشپړ او د خلکو په مالي مرسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د دغې شبکې په بشپړيدو سره د سلګونو کورنيو لپاره د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې په دغه ولايت کې د اوبو رسولو څو شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.