کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د چین له سفیر سره د واخان سړک د جوړولو په اړه خبرې وکړې

23 حمل 1403 ساعت 10:40

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره د واخان سړک د جوړولو په اړه خبرې وکړې.


آوا - کابل: رسنیو خبر ورکړی چې د چین سفیر د چین پولې ته څیرمه د واخان سړک جوړیدو ته په اشارې سره وویل چې هیواد یې له افغانستان سره د پرمختیایي او بنسټیزو پروژو د تطبیق او پراختیا په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د کليو د پراختيا وزير ملا محمد يونس اخندزاده هم له اسلامي امارت سره د چين د سياسي او اقتصادي همکاريو قدرداني وکړه او ويې ويل چې د واخان-چين سرحدي سړک لومړني کارونه روان دي او په نږدې راتلونکي کې به بشپړ شي.
 
د کلیو پراختیا وزارت سرپرست همدارنګه زیاته کړه، چې د دغه سړک اساسي جوړېدل د دواړو هېوادونو د اقتصاد په وده کې مهم رول لوبولی او دغه مهم او لنډ سړک به افغانستان، چین او د منځنۍ اسیا هېوادونه ګټه پورته کړي.


د مطلب کود: 288593

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288593/د-کلیو-بیارغونې-او-پراختیا-وزارت-سرپرست-چین-له-سفیر-سره-واخان-سړک-جوړولو-په-اړه-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com