دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 288593
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د چین له سفیر سره د واخان سړک د جوړولو په اړه خبرې وکړې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره د واخان سړک د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: رسنیو خبر ورکړی چې د چین سفیر د چین پولې ته څیرمه د واخان سړک جوړیدو ته په اشارې سره وویل چې هیواد یې له افغانستان سره د پرمختیایي او بنسټیزو پروژو د تطبیق او پراختیا په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د کليو د پراختيا وزير ملا محمد يونس اخندزاده هم له اسلامي امارت سره د چين د سياسي او اقتصادي همکاريو قدرداني وکړه او ويې ويل چې د واخان-چين سرحدي سړک لومړني کارونه روان دي او په نږدې راتلونکي کې به بشپړ شي.
 
د کلیو پراختیا وزارت سرپرست همدارنګه زیاته کړه، چې د دغه سړک اساسي جوړېدل د دواړو هېوادونو د اقتصاد په وده کې مهم رول لوبولی او دغه مهم او لنډ سړک به افغانستان، چین او د منځنۍ اسیا هېوادونه ګټه پورته کړي.
https://avapress.com/vdcaoanue49nam1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته