کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ترکیه کې ۴۰ افغان کډوال او دوه ایراني موټر چلوونکي نیول شوي

24 حمل 1403 ساعت 13:12

د ترکيې پوليس چارواکي وايي، د بالقيسير او اغر په ښارونو کې يې څلوېښت افغان کډوال او دوه ايراني موټر چلوونکي نيولي دي.


آوا: د ترکیې د رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هیواد پولیسو د سه شنبې په ورځ د بالقیسیر ښار په ایردیمیت کلي کې د عملیاتو په ترڅ کې ۳۳ تنه افغان کډوال نیولي دي.
 
ترکي رسنیو هم ویلي، چې په یوه موټر او بس کې اوه نور افغان کډوال موندل شوي او نیول شوي دي.
 
د ترکيې پوليس وايي، په دې تړاو يې دوه ايراني موټر چلوونکي نيولي دي.


د مطلب کود: 288623

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288623/په-ترکیه-کې-۴۰-افغان-کډوال-او-دوه-ایراني-موټر-چلوونکي-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com