دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۱۲
د مطلب کود : 288623
په ترکیه کې ۴۰ افغان کډوال او دوه ایراني موټر چلوونکي نیول شوي
د ترکيې پوليس چارواکي وايي، د بالقيسير او اغر په ښارونو کې يې څلوېښت افغان کډوال او دوه ايراني موټر چلوونکي نيولي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د ترکیې د رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هیواد پولیسو د سه شنبې په ورځ د بالقیسیر ښار په ایردیمیت کلي کې د عملیاتو په ترڅ کې ۳۳ تنه افغان کډوال نیولي دي.
 
ترکي رسنیو هم ویلي، چې په یوه موټر او بس کې اوه نور افغان کډوال موندل شوي او نیول شوي دي.
 
د ترکيې پوليس وايي، په دې تړاو يې دوه ايراني موټر چلوونکي نيولي دي.
https://avapress.com/vdcewv8wxjh8vpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته