د سرپرست حکومت ویاند په درېیو هېوادونو: ازبکستان، قزاقستان او اذربایجان کې د نویو سفیرانو د ټاکلو اعلان وکړ.
د سیمې په ۳ هېوادونو کې د افغانستان د نویو سفیرانو ټاکل
26 حمل 1403 ساعت 9:57
د سرپرست حکومت ویاند په درېیو هېوادونو: ازبکستان، قزاقستان او اذربایجان کې د نویو سفیرانو د ټاکلو اعلان وکړ.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله فسبوک پاڼه کې په ازبکستان، قزاقستان او اذربایجان هیوادونو کې د اسلامي امارت د نویو سفیرانو د ټاکلو خبر ورکړی.
ښاغلي مجاهد د دغو سفیرانو د نومونو په اړه معلومات ورنه کړل او دا چې کله به په رسمي توګه معرفي شي؛ خو هغه ټینګار وکړ چې دوی به د ازبکستان، قزاقستان او اذربایجان هیوادونو ته معرفي شي.
تر دې مخکې د حکومت سرپرست په چین کې خپل رسمي سفیر معرفي کړی و.
د مطلب کود: 288678