افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله فسبوک پاڼه کې په ازبکستان، قزاقستان او اذربایجان هیوادونو کې د اسلامي امارت د نویو سفیرانو د ټاکلو خبر ورکړی.
ښاغلي مجاهد د دغو سفیرانو د نومونو په اړه معلومات ورنه کړل او دا چې کله به په رسمي توګه معرفي شي؛ خو هغه ټینګار وکړ چې دوی به د ازبکستان، قزاقستان او اذربایجان هیوادونو ته معرفي شي.
تر دې مخکې د حکومت سرپرست په چین کې خپل رسمي سفیر معرفي کړی و.