کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکی: پر اسراییلو د ایران د بریا لپاره دعا کوو

26 حمل 1403 ساعت 10:19

په هرات کې د اسلامی امارت د بهرنیو چارو د وزارت دنمایندګي مرستیال د صهیونیسټ رژیم پرضد د ایران دحملو له پیلولو وروسته په خپله ایکس پاڼه کښې ولیکل مونږ په اسرائیلو باندې د ایران د بریالیتوب دعا کوو.


آوا - کابل: په هرات کې د اسلامی امارت د بهرنیو چارو د وزارت د نمایندګي مرستیال رحمت الله فیضان په خپله ایکس پاڼه کې لیکلی: «موږ پر اسرائیلو باندې د ایران د بریا دعا کوو، که خدای مه کړه، ایران دا جګړه له لاسه ورکړي، هیڅوک به د یهودانو له شر څخه خلاص نشي.

  دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې په قطر کې د افغانستان د سفارت مشر محمد نعیم وردګ په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو د برید په اړه د ایران له غبرګون څخه دفاع او ملاتړ وکړ.
 
په قطر کښې د اسلامی امارت د سیاسی دفتر مرستیال حنفی وردګ هم په یو ټویټ کښې ولیکل: د ایران اسلامی جمهوریت حق لری چې د اسرائیلو د وروستیو تیریو په وړاندې له ځانه دفاع وکړی.
 
د فلسطین مسله د ټول اسلام او مسلمانانو مسله ده
اته ورځې وړاندې د اسلامي امارت مشر ملا هیبت الله د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې د فلسطین مسئله په رسمي ډول د ټول اسلام او مسلمانانو مسله ګڼلې وه او دغه یرغل او اشغال یې په کلکه غندلی و. 
 
د اسلامي امارت مشر په دغه پیغام کښې له مسلمانانو او اسلامي هیوادونو وغوښتل چې د فلسطین له مسلمان ولس سره د امکان تر حده ملاتړ وکړي.
 
هغه دبشری حقوقو ددفاع لپاره د نړیوالو موسسو په عملی ملاتړ ټینګار وکړ او د غزې د خلکو د ظلمونو د ختمولو غوښتنه یې وکړه .


د مطلب کود: 288686

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288686/د-افغانستان-بهرنیو-چارو-وزارت-چارواکی-پر-اسراییلو-ایران-بریا-لپاره-دعا-کوو

آوا
  https://www.avapress.com