افغان غږ خبری آژانس - کابل: په هرات کې د اسلامی امارت د بهرنیو چارو د وزارت د نمایندګي مرستیال رحمت الله فیضان په خپله ایکس پاڼه کې لیکلی: «موږ پر اسرائیلو باندې د ایران د بریا دعا کوو، که خدای مه کړه، ایران دا جګړه له لاسه ورکړي، هیڅوک به د یهودانو له شر څخه خلاص نشي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې په قطر کې د افغانستان د سفارت مشر محمد نعیم وردګ په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو د برید په اړه د ایران له غبرګون څخه دفاع او ملاتړ وکړ.
په قطر کښې د اسلامی امارت د سیاسی دفتر مرستیال حنفی وردګ هم په یو ټویټ کښې ولیکل: د ایران اسلامی جمهوریت حق لری چې د اسرائیلو د وروستیو تیریو په وړاندې له ځانه دفاع وکړی.
د فلسطین مسله د ټول اسلام او مسلمانانو مسله ده
اته ورځې وړاندې د اسلامي امارت مشر ملا هیبت الله د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې د فلسطین مسئله په رسمي ډول د ټول اسلام او مسلمانانو مسله ګڼلې وه او دغه یرغل او اشغال یې په کلکه غندلی و.
د اسلامي امارت مشر په دغه پیغام کښې له مسلمانانو او اسلامي هیوادونو وغوښتل چې د فلسطین له مسلمان ولس سره د امکان تر حده ملاتړ وکړي.
هغه دبشری حقوقو ددفاع لپاره د نړیوالو موسسو په عملی ملاتړ ټینګار وکړ او د غزې د خلکو د ظلمونو د ختمولو غوښتنه یې وکړه .