کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال:

ایران هڅه کوي چې د سیمې د هېوادونو او اسلامي امارت ترمنځ د مثبت تعامل زمینه برابره کړي

28 حمل 1403 ساعت 9:38

په کابل کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوی د رئیس الوزرا له سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر سره په کتنه کښې ټینګار وکړ ایران هیچاته اجازه نه ورکوی چې د اسلامی امارت په خلاف عمل وکړی. 


آوا - کابل: په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوی د رئیس الوزرا له سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر سره په کتنه کې وویل چې ایران  هیچاته اجازه نه ورکوی چې د اسلامي امارت پر ضد سیاسي فعالیت وکړي.

د میلي ټلویزیون د راپور له مخې ښاغلي مرتضوي همداراز زیاته کړه چې ایران هڅه کوي د سیمې د هېوادونو او اسلامي امارت تر منځ د مثبت تعامل او د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د پام وړ لوړه شوې او د راپورونو له مخې ايران د افغانستان تر ټولو مهم سوداګريز ملګری دی.


د مطلب کود: 288800

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288800/ایران-هڅه-کوي-چې-د-سیمې-هېوادونو-او-اسلامي-امارت-ترمنځ-مثبت-تعامل-زمینه-برابره-کړي

آوا
  https://www.avapress.com