افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوی د رئیس الوزرا له سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر سره په کتنه کې وویل چې ایران هیچاته اجازه نه ورکوی چې د اسلامي امارت پر ضد سیاسي فعالیت وکړي.
د میلي ټلویزیون د راپور له مخې ښاغلي مرتضوي همداراز زیاته کړه چې ایران هڅه کوي د سیمې د هېوادونو او اسلامي امارت تر منځ د مثبت تعامل او د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.
د يادونې وړ ده، چې تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د پام وړ لوړه شوې او د راپورونو له مخې ايران د افغانستان تر ټولو مهم سوداګريز ملګری دی.