کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هېواد کې د اختر په ورځو کې په ترافيکي پېښو کې ۵۰ تنه مړه شوي دي

28 حمل 1403 ساعت 9:45

د ترافيکو د عمومي رياست چارواکي وايي، په هېواد کې د اختر په څلورو ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله د ٨ ښځو او ١٣ ماشومانو په ګډون ٥٠ تنه مړه او ١٨٥ نور ټپيان شوي دي.


آوا - کابل: د ترافیکو د عمومي ریاست چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د کوچني اختر په څلورو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۰۲ ترافیکي پېښې شوي، چې په پایله کې د ۸ ښځو او ۱۳ ماشومانو په ګډون ۵۰ تنه خپل ژوند له لاسه ورکړي او د ۳۴ ښځو او ۳۳ ماشومانو په ګډون ۱۸۵ نور ټپیان شول.

د باختر آژانس د خبرله مخې او ددغې ادارې د مسوولينو په وينا؛ ډیری دا پیښې په هرات، غزني او پکتیکا ولایتونو کې شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د ترافيکي پېښو تر ټولو مهم لاملونه د ترافيکي قوانينو نه مراعت، تېز سرعت او د سړکونو خرابوالى دى.


د مطلب کود: 288801

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288801/په-هېواد-کې-د-اختر-ورځو-ترافيکي-پېښو-۵۰-تنه-مړه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com