افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترافیکو د عمومي ریاست چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د کوچني اختر په څلورو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۰۲ ترافیکي پېښې شوي، چې په پایله کې د ۸ ښځو او ۱۳ ماشومانو په ګډون ۵۰ تنه خپل ژوند له لاسه ورکړي او د ۳۴ ښځو او ۳۳ ماشومانو په ګډون ۱۸۵ نور ټپیان شول.
د باختر آژانس د خبرله مخې او ددغې ادارې د مسوولينو په وينا؛ ډیری دا پیښې په هرات، غزني او پکتیکا ولایتونو کې شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د ترافيکي پېښو تر ټولو مهم لاملونه د ترافيکي قوانينو نه مراعت، تېز سرعت او د سړکونو خرابوالى دى.