د غزني د پاسپورټ دفتر مسوولینو د ۳۲۲۰۵ پاسپورټونو د وېش او له دې برخې څخه د ۱۷۴ میلیونو افغانیو د عوایدو د راټولولو خبر ورکړی دی.
تېر کال په غزني ولایت کې د ۳۲۲۰۵ جلده پاسپورټونه وېشل شوي دی
28 حمل 1403 ساعت 9:52
د غزني د پاسپورټ دفتر مسوولینو د ۳۲۲۰۵ پاسپورټونو د وېش او له دې برخې څخه د ۱۷۴ میلیونو افغانیو د عوایدو د راټولولو خبر ورکړی دی.
آوا - کابل: د غزني د پاسپورت ریاست چارواکو رسنیو ته ویلي، چې په تېر یوه کال کې دغه دفتر د ۳۲۲۰۵ پاسپورټونو له وېش څخه څه باندې ۱۷۴ میلیونه افغانۍ راټولې کړې او د هېواد خزانې ته یې سپارلې دي.
ویل کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ یو څه اسانه شوې ده.
د پاسپورت ریاست چارواکو په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په کابل کې به د پاسپورټونو د ویش څلور نوي مرکزونه جوړ کړي.
د مطلب کود: 288806