افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غزني د پاسپورت ریاست چارواکو رسنیو ته ویلي، چې په تېر یوه کال کې دغه دفتر د ۳۲۲۰۵ پاسپورټونو له وېش څخه څه باندې ۱۷۴ میلیونه افغانۍ راټولې کړې او د هېواد خزانې ته یې سپارلې دي.
ویل کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ یو څه اسانه شوې ده.
د پاسپورت ریاست چارواکو په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په کابل کې به د پاسپورټونو د ویش څلور نوي مرکزونه جوړ کړي.