کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بادغیس – هرات پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

28 حمل 1403 ساعت 14:02

د بادغیس سیمه ییز چارواکي وايي، د بادغیس – هرات پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یو تن وژل شوی او ۲۰ نور ټپیان دي.


آوا - کابل: د چارواکو په وینا دغه پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د دغو مسافرو یو کاسټر موټر د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې له سړک څخه واوښت او چپه شو.

په ورته وخت کې د ترافيکو د عمومي رياست چارواکي وايي، چې د اختر په څلورو ورځو کې په هېواد کې د ترافيکي پېښو له امله د ٨ ښځو او ١٣ ماشومانو په ګډون ٥٠ تنه مړه او ١٨٥ نور ټپيان شوي دي.

بايد يادونه وشي، چې په هېواد کې د ترافيکي پېښو تر ټولو مهم لاملونه د ترافيکي قوانينو نه مراعت، تېز سرعت او د سړکونو خرابوالى دى.


د مطلب کود: 288839

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288839/د-بادغیس-هرات-پر-لویه-لار-ترافیکي-پېښې-له-امله-۲۱-تنو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې-ده

آوا
  https://www.avapress.com